ایورو ټایمز: امريکا منځني ختيځ او اروپا کې له ۱۵۰ ډېرې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړي

February 25, 26 Farmanullah zubairzai

د ایورو ټايمز ورځپاڼې د راپور پر اساس، امريکا د منځني ختیځ او اروپا پوځي اډو ته له ۱۵۰ ډېرې جنګي الوتکې لېږدولې دي.

راپور کې راغلي، متحده ایالاتو خپلږ چټکۍ جنګي جیټ الوتکې، د تیلو وړونکي الوتکې او د څار الوتکې اروپا او منځني ختیځ کې پوځي اډو ته لیږدولې دي.

د سر چینی د معلوماتو له مخې په دغه الوتکو کې پرمختللي F-35 او F-22 پټې جنګي الوتکې، رادار  سیسټمونه، او د اوږد واټن عملیاتو د دوام لپاره ډیزاین شوي هوایی د تیلو ډکونکي ټانکرونه شامل دي.