امريکا: پر ايران مو د بريدونو ورستۍ څپه پای ته ورسېده
د امريکا مرکزي قوماندانۍ سټنکام ويلي، چې پر ايران يې د ورستيو بريدونو یوه سخته لړۍ په برياليتوب سره پای ته ورسېدله .
.
سټنکام زياتوي، چې دا بریدونه یې د هغې توغندیزې حملې په ځواب کې کړې، چې یوه ورځ مخکې ايران د امریکایي ځواکونو پر ضد بريد د ترسره کېدو هڅه کړې وه.
ديادې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، امريکايي ځواکونو د ایران دننه د ایران د سپاه پاسداران اړوند لسګونه هدفونه په نښه کړې، چې په کې پوځي مرکزونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو تاسیسات، د ساحلي څارنې او دفاع مرکزونه، او سمندري پوځي وړتیاوې شاملې وې.
د سرچينې په وينا، د دغه بریدونو موخه دا وه چې د ایران او د هغه د متحدو ډلو له لوري د امریکایي ځواکونو، سوداګریزو سمندري لارو او د خلیج د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې رامنځته کېدونکي ګواښونه کم کړي.





