عزيزي: امريکايي ځواکونه دې ژر تر ژره سیمه پریږدي

July 19, 26 Hamdullah Danish

 د ايران د داخلي امنيت د کميسون مشر ابراهيم عزيزي پر اېکس ليکلي، چې امريکايي ځواکونه دې ژر تر ژره سیمه پریږدي.

هغه خبرداری ورکړی، چې که امريکايي ځواکونو د ايران د مذهبي مشر خبرې په سمه توګه درک کړي وي؛ نو د تېښتې لپاره به يې يوه ثانيه هم نه ضایع کوله.

هغه خبرداری ورکړی، چې ايران به امريکا ته نه هېرېدونکي درسونه ورکړي.

د ايران مذهبي مشر تېره شپه په يوه پيغام کې امريکا په جنګي جنايت تورنه کړه او د ټرمپ لاسليک يې بې ارزښته وباله.

د ايران د داخلي امنيت مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې امريکا په دغه هېواد کې له نظامي مرکزونو تر پلونو او رېل کرښو په نښه کړي او ايران ته يې د درنو زيانونو اړولو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ايران د امريکا بريدونه لا هم دوام لري او په غبرګون کې يې، ايران سیمه کې د امريکا اهداف تر بريدونو لاندې نيولي دي‌.