ايران: دښمن دې له هر ډول تېري ډډه وکړي
د خاتمالانبیا د مرکزي قرارګاه قوماندان ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت دښمنانو، په ځانګړې توګه امریکا، اسرائیل او د هغوی سیمهییزو او نړیوالو همکارانو ته خبرداری ورکول کېږي، چې له هر ډول ناسمې محاسبې او احتمالي تېري څخه په کلکه ډډه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د هر ډول تیري په وړاندې قاطع، سخت او پرېکنده غبرګون وښيي.
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي،چې اسلام آباد سولي تړون له مجازي لاسلیک څخه روسته یوځل بیا هرمزتنګي پر اوبیزې لاري تاوترېخوالي زور اخیستی او امریکا- ایران یو بل د تړون پر نقض تورنوي.





