ايراني رسني: د امريکا له سمندري محاصرې له مداخلې پرته يو شمېر کښتيو حرکت پيل کړ
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پر ایران د امریکا د سمندري محاصرې د لرې کولو بهیر پیل شوی او څو ایراني بېړۍ له کومې ستونزې پرته د محاصرې له سیمې څخه تېرې شوې دي.
پرېس ټي وي راپور ورکړی، چې درې د نفتو ټانکرونه او دوه باروړونکې بېړۍ چې ایراني توکي یې لېږدول، د محاصرې کرښه یې ماته کړې او له هغې سیمې څخه تېرې شوې دي.
همدارنګه، فارس خبري آژانس د خپلو باخبرو سرچینو له قوله ویلي چې ګڼې ایراني بېړۍ د امریکا د سمندري محاصرې له کمربند څخه له کوم خنډ پرته تېرې شوې دي.
فارس خبري اژانس زیاته کړې، چې د ایران د نفتو یو ټانکر د عمان له سمندر څخه خوځېدلی او د محاصرې له کرښې تر تېرېدو وروسته ټاکل شوې موخې ته روان دی.
د سرچينې په وينا، چې یو بل ټانکر له نړیوالو اوبو څخه د ایران د بندرونو پر لور روان دی او یوه باروړونکې بېړۍ چې د څارویو خوراکي مواد (فیډ) لېږدوي، هم د محاصرې له سیمې تر تېرېدو وروسته د ایران پر لور روانه ده.





