پاکستان: زمونږ اډو کې د ايران الوتکې نشته

May 12, 26 Farmanullah zubairzai

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د CBS هغه راپور رد کړی، چې ګواکې د نورخان هوايي اډه کې ایراني جنګي الوتکې شته دي.

 

پاکستان د سې‌شنبې په ورځ د CBS نیوز هغه راپور رد کړی، چې ويلي وو، دغه هېواد په نورخان هوايي اډه کې ایراني الوتکې ساتلې دي.

 د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه ډول راپورونه د سیمې د ثبات او سولې لپاره د پاکستان روانو هڅو د کمزوري کولو په موخه خپریږي.

دغه وزارت په يوه اعلامیه کې زیاته کړې، چې د امريکا او ايران له اوربند وروسته او اسلام‌اباد کې د خبرو د لومړي پړاو پر مهال، د ایران او امریکا څو الوتکې پاکستان ته راغلې وې، له خبرو اترو ورسته بېرته خپلو هېوادونو ته ستنې شوې دي.

وزارت زیاتوي، چې د ايران ځینې الوتکې او ملاتړي پرسونل د راتلونکو خبرو اترو د احتمالي پړاوونو د تمې له امله په موقتي ډول په پاکستان کې پاتې شوې وي او بیرته هماغه وخت ايران ته تللي دي.