روسيه: که ټرمپ راځي په خوښي ورته هرکلی وايو
د کرملين وياند ديمتري پسکوف ويلي، چې که د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مسکو ته سفر وکړي؛ نو روسيه به ورته په خوښي هرکلی وايي.
نوموري خبريالانو ته ويلي، پوتين به د ټرمپ ښه هرکلی وکړي او نوموړي له ټرمپ سره په تيليفوني اړيکو کې هم دغه خبره څو څو ځله ياده کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې پوتين او ټرمپ د وروستي ځل لپاره د تېر کال په اګسټ میاشت کې د امريکا په الاسکا ايالت کې د اوکراين د موضوع په تړاو ليدلي وو او هغه مهال پوتين ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه هم ورکړې وه.
ياده دې وي، چې پوتين تېره ورځ خبر ورکړ، چې اوکراين سره یې جګړه پای ته رسېدونکې ده.





