عزیزي د امریکا ملاتړو ته: که پام ونکړئ د هرمز تنګی به د تل لپاره په ځان بند کړئ
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې یوه غړي ابراهیم عزیزي پر اېکس هغه حکومتونو ته چې د امریکا ملاتړ کوي، خبرداری ورکړې، که له خپلو پرېکړو سره پام ونکړي؛ نو هرمز تنګی به د تل لپاره پر ځان بند کړي.
هغه همداراز ګواښ کړی، چې د امریکا له پرېکړه لیک به ملاتړ سختې پایلې ولري.
عزیزي لکیلي((د هرمز تنګی یوه حیاتي لاره ده، پام وکړئ دا پر خپلو ځانونو د تل لپاره بنده نکړئ))
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو په هرمز تنګي کې به د ازادي پروژې عملیات به پیل کړي.





