پینګ: راون کال به د چین او امریکا لپاره تاریخي وي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر په لړ کې ددغه هېواد له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدلي دي.
ټرمپ په دې لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي.
هغه همداراز د شي جین پینګ خدمتونه او هڅې د چین لپاره د درناوي وړ بللي دي.
جین پینګ بیا ویلي، چې راون ۲۰۲۶ کال به د چین او امریکا لپاره تاریخي کال وي.
پینګ همداراز ،امریکا او چین ترمنځ په اړیکو کې پایداري او ټینګښت د نړۍ لپاره مهم او حیاتي بللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، تایوان، پوځي نفوذ او بشري حقونو پر سر اختلافات شته.





