عراقچي: د هرمز تنګي د امنیت ساتل د ایران دنده ده

May 16, 26 Hamdullah Danish

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل هندي سیال جی شنکر سره په لیدنه کې ویلي، چې له هرمز تنګي ساتنه او د امنیت ټینګښت یې د ایران دنده او د تل لپاره به دغه دنده سرته ورسوي.

نوموړي دغه څرګندونې د برېکس سازمان د هېوادونو د غونډې په یوه څنډه کې کړي دی.

عراقچي په دغه لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې ایران د خپلو ملګرو هېوادونو لپاره د باور وړ شریک دی او هېوادونه کولای شي چې تکیه پرې وکړي.

هاخوا بیا د هند د بهرنیو چارو وزات هم ویلي، چې د دغه وزارت مشر له عراقچي سره د لویديځي اسیا د حالت په تړوا اغېزناک بحثونه کړي دي.