هيګيسټ: ايران لوی فرصتونه له لاسه ورکړل
د امريکا د جګړې وزير پيټ هيګيسټ ويلي، چې ايران ته یې د مذاکرې لپاره فرصتونه ورکړل؛ خو دغه هېواد ضايع کړل.
هغه ايران ته خبرداری ورکړی، که په هرمز تنګي کې يې غير مسوولانه کړې وکړې او يا يې کښتۍ په نښه کړي، ځواب به یې لس برابره سخت وي.
نوموړي په سپينه ماڼۍ کې په يو خبري کنفرانس ته چې ولسمشر ټرمپ او د لبنان ولسمشر هم پکې وو، ويلي، ايران تېر ۴۷ کاله په پرلپسې ډول د نظامي برخې په پياوړتيا د شمالي کوريا په څېر کار وکړ؛ خو ولسمشر ټرمپ یې پر وړاندې اقدام وکړ.
هغه ويلي، په پرلپسې ډول ايران د کمزورۍ خواته روان دی.





