د فرانسې ولسمشر سوريې ته رسېدلی
د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون په يوه رسمي سفر روسیې ته رسېدلی دی.
نوموړي له خپل روسيې سیال سره په ليدنه کې ويلي، فرانسه د یوې ازادې، ټولشموله او باثباته سوریې ملاتړ کوي او غواړي دمشق د منځني ختیځ د کړکېچونو په کمولو کې مهم رول ولري.
د دواړو لورو مشران په خبرو کې د داعش پر ضد مبارزه، اقتصادي همکاري، د سوریې بیارغونه او د فرانسوي شرکتونو پانګونه مهم موضوعات ول.
فرانسوي پلاوي کې د «CMA CGM» او «TotalEnergies» شرکتونو لوړپوړي چارواکي هم ګډون کړی وو.
ټاکل شوې چې مکرون له سوریې وروسته ترکیې ته ولاړ شي او د ناټو د غونډې ترڅنګ د سوریې د وضعیت په اړه له ترکي چارواکو سره هم خبرې وکړي.





