ونس: که ایران د امریکا پر بېړیو برید وکړي، نو له سختو ځوابي بريدونو سره به مخ شي
د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي ونس، له فاکس نیوز سره په خبرو کې ويلي، ایراني ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې پر هېڅ بېړۍ برید نه دی کړی، او هرمز تنګي له لارې د نفتو لېږد په عادي ډول روان دی.
نوموړی زياتوي، که دا ځل ایران د امريکا پر بېړیو د برید هڅه وکړي، له يو سخت حالت سره به مخ شي.
ونس همداراز ويلي، د سولې خبرې اترې هغه وخت بریالۍ کېږي، چې ایران به د تل لپاره د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هر ډول هیله او هڅه پرېږدي.
د نوموړي پر وينا، که ایران هغه امتیازات ور نه کړي، چې امريکا یې تمه لري، د ايران اټومي پروګرام به ویجاړ او پوځي وړتیاوې به یې فلج شي.





