روسيې او بيلاروس په ګډه اټومي پوځي تمرينات پيل کړي

May 21, 26 Farmanullah zubairzai

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد ځواکونو د بېلاروس له پوځ سره یوځای د ياد هېواد په خاوره کې ګډ اټومي پوځي تمرینونه پیل کړي دي. 

دغه پوځي تمرینونه د غویي میاشتې په ۲۸مه نېټه په بلاروس کې پیل شوي او پکې د تاکتیکي اټومي وسلو د جګړه‌ییز استعمال اړوند عملي تمرینونه شامل دي.

دغه تمرینونو کې د روسيې هوايي ځواک سربېره، سمندري ځواک، توغنديز ځواکونه او نور هم شامل دي.

د روسیې دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دغه تمرینونه د روسیې او بېلاروس ترمنځ د پوځي همکاریو او د «اتحادي دولت» په چوکاټ کې ترسره کېږي او موخه یې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ همغږي، جګړه‌ییز چمتووالی او د پوځي ځواکونو د مهارتونو لوړول دي.

 یو شمير روسي چارواکو همداراز ویلي، چې دغه مانور د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی طرحه شوی.

دغه پوځي تمرینونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په سیمه کې سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې او د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه لا هم دوام لري.