جاپان افغانستان کې د زیانمنو کورنیو لپاره څلور میلیونه امریکایي ډالر مرسته اعلان کړې

February 23, 26 Farmanullah zubairzai

یاد پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، له دې مرستې سره به د یو کال موده کې څه کم ۸۰ زره افغانانو ته ژوند ژغورونکې خوراکي مرستې ورسېږي او ۳۰ زره میندې او ماشومان به اړینو خوړو ته لاسرسی پيدا کړي.

بايد وويل شي، چې جاپان ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې تر اوسه پورې افغانستان سره ۵۴۹ میلیون ډالرو مرسته کړې ده.