بدر: ټولې ورانکارې ډلې دې د هیواد ناامنه کولو خوبونو له ذهنه وباسي

August 05, 26 Farmanullah zubairzai

 

 د پنجشېر امنیه قوماندان احمدالله بدر د حکومت مخالفینو ته خبرداری ورکړی، چې په ټولنیزو شبکو او «درواغجنو» رسنیو کې د هېواد د ناامنۍ په اړه خپرېدونکو تبلیغاتو دې خلک نه غولوي او د هېواد د ناامنه کولو خيال دې له ذهنه وباسي.

ښاغلي بدر د پنجشېر د سلګونو امنیتي ځواکونو او یو شمېر قومي مشرانو ته په یوه غونډه کې ویلي، هر څوک چې په وسلوال ډول افغانستان ته د ننوتلو او د امنیت د ګډوډولو هڅه وکړي، د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

 

نوموړی زياتوي، هر هغه څوک چې د هيواد د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره اقدام وکړي، د خپلو کړنو له سختو پایلو سره به مخامخ شي.