د هوا پېژندنې ادارې سبا په اوولسو ولايتونو کې د ورښتونو اټکل کړی
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې سبا د هېواد په اوولسو ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
يادې ادارې دغه اټکل په نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشېر، پروان، بغلان، لوګر، کابل، ميدان وردګ، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولايتونو کې کړی دی.
سرچینه زياتوي، د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ ملي مترو تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
دغه وړاندوینه داسې مهال کيږي، چې نورستان کې وروستي سېلاب له امله ګڼ شمېر کسان مړه او درانه مالي زيانونه هم واوښتل.





