کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو له سلو زيات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي
کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۴۷ افغان کډوال تر ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
د وزارت په وینا، په راستانه شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي، چې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او د بېلابېلو مودو لپاره بندیان وو.
د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه ۱۲۵ تنه د تورخم او ۲۲ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
وزارت زیاتوي، یادو راستنېدونکو ته د همکارو بنسټونو له لوري لومړنۍ بشري مرستې ورکړل شوې او وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.





