پزشکيان: هېواد مو پر اسرايلو بیا ځل بريد ته چمتو دی

کابل (کوه نور ۱ اسد ۱۴۰۴):
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي، هېواد يې چمتو دی چې پر اسرايلو بیا ځل بريد وکړي.
نوموړي له الجزيرې سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي، ځواکونه یې د دې وړتيا لري چې د اسرايلو عمق په نښه کړي.
پزشکيان له اسرايلو سره دولس ورځنۍ جګړې ته په اشارې ويلي، «هېواد مو درانه زيانونه وليدل، خو مونږ هم اسرايلو ته زیانونه واړول، هغوی يې پټوي».
پزشکيان زياتوي، اسرايلو غوښتل ايران ته تغير ورکړي، سیاسي ګډوډۍ پکې پيدا کړي نظام له منځه يوسي، خو بريالي نشول او ماته يې خوړه.
نوموړي ويلي، که مونږ جنګ نه غواړو دا په دې معنا نهده چې اوربند دې تل پاتې وي، مونږ په کلکه له خپل هېواد څخه دفاع کوو.
پزشکيان دغه راز ويلي، ايران نه تسليم شوی او نه به هم تسليم شي، خو په ديپلوماسي باور لري.
نوموړي همداراز ويلي، د نړيوال قوانينو سره سم به د يورانيمو غني کولو ته دوام ورکړي.