پر اوکراین د روسيې بريدونو کې اته کسان وژل شوي

July 02, 26 Hamdullah Danish

 

روسيې د اوکراين پر بېلابېلو سیمو د کروز او بالسټیک توغندیو بريدونه کړي، چې پکې اته تنه وي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د کييف پوځي مسوول ويلي، چې له بریدونو سره سم ډېری خلک د مېټرو په تم ځايونو کې د خوندي پاتې کېدو په موخه راغونډ شوي وو.
هممهاله بیا د دغه ولايت ښاروال ويلي، چې ګڼ شمېر ودانۍ او عامه تاسيسات هم زيانمن شوي دي.
د چارواکو په خبره، يادو بريدونو څو ساعته پرلپسې دوام وکړ او په ښار کې يې درنې چاودنې رامنځته کړې.
دغه بريدونه داسې مهال کيږي، چې اوکراين هم څو ورځې وړاندې د روسيې عامه تاسيسات او د انرژي مرکزونه په نښه کړي وو، چې پراخ زيان یې ورته اړولی وو.