حامد کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالۍ ورځې (مارچ ٨ ) په مناسبت خپل پیغام کې د افغان ښځو د هڅو او تاریخي مبارزو ستاینه کړې او ویلي، یې دي چې د هېواد د پرمختګ په برخه کې د دوی ونډه ډېره مهمه ده.
نوموړي ویلي، ښځو په بېلابېلو برخو کې د نارینهوو ترڅنګ د افغانستان د پرمختګ لپاره ارزښتناک رول لوبولی دی.
کرزي زیاته کړې، چې د هېواد د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو حضور اړین دی او له همدې امله یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې باید ښځو ته د کار کولو فرصتونه برابر شي، څو په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.




