القره داغي : د دوو مسلمانانو هېوادنو ترمنځ جګړه حرامه ده
د اسلامي علماوو د نړیوال اتحاد مشر
علي محیالدین القرهداغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو فتوا ورکړې.
نوموړي ويلي، چې د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلام له لارښوونو سره سمون نه لري او په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې باید سمدستي پای ته ورسېږي.
قرهداغي له دواړو لورو غوښتي، چې د روژې د وروستیو لسو شپو تر پیل وړاندې جګړه ودروي او د ستونزو د حل لپاره د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب مذاکرات پیل کړي.
دهغه په خبره، د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده او اسلامي هېوادونه باید د یووالي او ګډ دریځ د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

