اسرا..: د خامنهيي هر ځایناستی به په نښه کړو
د اسرا... د دفاع وزیر یسرائیل کاتس خبرداری ورکړی، چې که په ایران کې د علي خامنه يي پرځای هربل څوک ټاکل کېږي؛ نو د دوی له لوري به په نښه شي.
کاتس ویلي، هر هغه څوک چې د ایران د حکومت له لوري د داسې مشر په توګه غوره شي چې د اسرا... د له منځه وړلو او امریکا ته ګواښ پېښوي او همداراز د سیمې هېوادونو او د ایران د خلکو پر ضد تګلارې تعقیب کړي، که هر چېرې وي او په هر نوم یادېږي، په نښه به شي.
د یادونې ده، چې د ایران پخوانی مذهبي مشر علي خامنه يي تېره شنبه په خپل استوګنځي کې د اسرا... او امریکا په ګډ برید کې ووژل شو.
دا مهال په ایران کې، د مشرتابه شورا ترمنځ د هغه د ځایناستي د ټاکلو په اړه سلا مشورې او رایه اچونه روانه ده.