ولکر ترک: افغانستان او پاکستان دې سمدلاسه جګړه ودروي

March 06, 26 Nazo omari

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر ولکر ترک ویلي، افغانستان او پاكستان ترمنځ روانې نښتې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې، چې د تېرې اوونۍ راهیسې د جګړو له زیاتېدو سره سم لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي.
ترک ټینګار کړی، چې روان کړکېچ د خلکو ژوند اغېزمن کړی او دواړه هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پراساس، د دغو نښتو له امله په افغانستان کې څه دپاسه  ٦٦زره کسان بې‌ځایه شوي دي.