فطرت: تېر ورځ هېواد ته له پاکستان او ايران څخه نږدې ۱۰۰ کورنۍ راستنې شوې

May 07, 26 Farmanullah zubairzai

 د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته د پاکستان او ايران څخه له بېلابیلو لارو ۹۵۵ کورنۍ چې ۵ زره او ۱۰۳ کسان کېږي، هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۷۵۹)کورنۍ چې دغړو شمير (۴۱۴۵) تنه، د سپين بولدک له لارې کورنۍ(۵۱۱) چې د غړو شمېر يې(۶۱۸)تنه، د نيمروز د ورېښمو له لارې (۴۶)کورنۍ چې د غړو شمېر يې (۱۸۶)تنه، اسلام کلا او بهرامچې له لارې (۳۵) کورنۍ‌ چې د غړو شمېر يې (۱۵۳) تنه دی، هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، چې له (۱۰۱۳) کورنيو سره يې نغدې مرسته او (۹۴۶) عدده سیمکارټونه يې هم وېشلي او ۱۰۲۲ کورنۍ يې خپلو سيمو ته لېږدولي دي.