حق شناس: تيره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندي ۲۲۹ زره مټریک ټنه انتقلات شوي
خبريال: حسين الله محمدخېل
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړي چې تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټريک ټنه انتقالات شوي دي.
خبر پاڼه زياتوی، د یادو انتقالاتو له ډلې د حیرتان بندر له لارې ۱۵۸زره او۱۳۳ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۱زره او ۷۹۷ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹زره او ۱۹۵ټنه او د خواف–هرات له لارې ۳۰زره او ۴۱۱ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې په مجموعي ډول ۲۲۹زره او ۵۳۶ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د سرچينې په وينا چې د انتقالاتو له ډلی يوه برخه صادرات دی،چې پکې ۲۶۴ ټنه د انارو جوس صادر شوی.





