ملګري ملتونه: ۱.۴ ميليونه افغانان په جبري ډول له ګاونډيو هېوادونو اېستل شوي

July 13, 25 KohiNoor

ملګرو ملتونو په يوه خبر پاڼه کې ليکلي، ۱.۴ ميليونه کسان په جبري ډول له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته شړل شوي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، دغه کسان له لوږې او ستومانۍ سره مخ دي.

د خبر پاڼې له مخې، راستانه شوي کډوال د اړتياوو د پوره کولو لپاره کافي مرستو ته اړتيا لري.

ملګرو ملتونو له وړانډې‌ خبر داری ورکړی دی، که کډوالو ته پر وخت د مرستو زمینه برابره نشي، نو ناورين به رامنځته شي.

ورته مهال بیا د ملګرو ملتونو عالي کمشنري هم د کډوالو په راستنېدو اندېښه ښودلې او کډوالو سره يې د مرستې غوښتنه کړې ده.

که څه هم افغان حکومت له ايران غوښتي چې د افغان کډوالو په اېستلو کې دې له تلوار کار نه اخلي، خو د ايران د ولسمشر مرستیالې ويلي، اوږده موده يې د افغانستان کډوالو کوربه توب کړی او له دې وروسته نشي کولای چې افغان کډوال خپل هېواد کې وساتي.

د اسلام‌ کلا بندر مسوولين وايي، په ورځني ډول له ایران له ۲۰ زرو تر ۳۰ زرو افغانان چې کورنۍ هم پکې شاملې دي، ‌را اېستل کيږي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت تراوسه د کډوالو د ملاتړ لپاره ۱.۵ ميليارده افغانۍ ځانګړې کړي او دغه راز له صفوي نقطعو کډوال په وړيا توګه هم خپلو مېنو ته رسوي.