ملګري ملتونه: روان کال له هغې ډېر کډوال افغانستان ته را استول شوي چې اټکل يې د ټول کال لپاره و

July 14, 25 KohiNoor

ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويلي، روان زیږدیز کال له ايران او پاکستانه ۱.۶ ميليونه کډوال افغانستان ته راستول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري راپور ورکړی دی چې افغانستان کې مرستندويه بنسټونه تر سخت فشار لاندې دي او افغانان‌‌ هم نشي کولای چې د ګڼ شمېر کډوالو کوربه توب وکړي.

راپور کې راغلي، وچکالي او د فقر ډېروالی هغه لاملونه دي چې خلک يې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

يادې ادارې دغه راز غوښتنه کړې چې د کډوالو لپاره بايد يو مناسب راتلونکی تضمين شي.
دغې ادارې زياته کړې، افغانستان ته له هغې ډېر کډوال را واستول شول چې اټکل يې د روان زیږدیز کال لپاره شوی و.

راپور کې راغلي، د کډوالو ډېر راتګ په سرحدي ولايتونو فشار اچولی او د بشري اړتياوو د کموالي له امله د ګڼ شمېر کډوالو د جذب امکانات نه‌لري.

د کډوالو عالي کميشنري استازي عرفات جمال ويلي، هره ورځ تر ۵۰ زرو کسان افغانستان ته را استول کيږي چې له سخت رواني فشار سره مخ دي.

راپور زياتوي، په سرحدي ولايتونو کې د ملګرو ملتونو ټيمونو کډوالو ته د خوړو، اوبو، روغتيايي خدمتونو او ترانسپورت برابرولو کې مرستې پيل کړي دي.

همدې حال کې د کډوالو عالي کميشنري ويلي، له پلان شويو مرستو يې يوازې ۲۸ سلنه تمويلېدونکي دي، چې د کډوالو لپاره بسنه نکوي.

دا په داسې حال کې ده ملګرو ملتونو د روان زیږدیز کال د ۱۷ ميليونه خلکو لپاره د ۲.۴ ميليارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه، خو تراوسه يې يوازې د ۲۲ سلنه د تمويلېدو خبر ورکړی دی.