بلخ کې د چین له لوري د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه جوړېږي

June 24, 25 Bilal ahmad Meerani

د بلخ ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې چین هېواد په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تازه سبزیو او وچې مېوې د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه جوړه کړي.

د بلخ ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې نن ورځ " سه شنبه، د جون ۲۴مه"  راغلي چې د چین هېواد یوه پلاوي دا ژمنه د دې ولایت له مسوولانو سره په لیدنه کړې ده.

خبرپاڼې د دې سړې خونې د جوړېدو وخت او ځای نه دی په ډاګه کړی.

ورته مهال د بلخ ولایت د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس د چین هېواد دغه اقدام ته خوښې ښودلې او د جوړېدو په جریان کې یې د هر ډول مرستې کولو ژمنه کړې ده.