تېرو درې میاشتو کې د ډبرو سکرو له لارې نږدې څلور میلیارده عواید راټول شوي

د بغلان ولایت د شمالي ډبرو سکرو د شرکت ریئس عبدالله حامد ویلي چې په تېرو درې میاشتو کې د دولت خزانې ته د ډبرو سکرو له لارې ۳,۹ میلیارده افغانۍ عواید را ټول شوي دي.
د دغه شرکت ریئس چې په بغلان ولایت کې فعالیت کوي ویلي چې، د تېرو درې میاشتو په اوږدو کې د ډبرو سکرو د پلور او انتقال له لارې درې میلیارده، ۹۷۵ میلیونه او ۶۶۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د حامد پر وینا راټول شوي عواید یې د دولت خزانې ته سپارلي ترڅو د هېواد د ملي منابعو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
هغه ویلي د شمالي امارتي ډبرو سکرو د پراخو خدماتو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ زره هېوادوالو ته د کار کولو زمینه شوې ده.