سیف د چلډرن: افغانستان کې د وروستیو زلزلو له امله سلګونه یتیم ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

October 06, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۱۴ مېزان ۱۴۰۴): د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان "Save the children" ویلي، هغه ماشومان، چې په کنړ او ننګرهار کې د وروستیو مرګونو زلزلو له امله یتیمان شوي؛ اوس یې هغه کورنیو ته سرپرستي ور تر غاړې شوې، چې پخپله هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژمي په نږدې کېدو سره، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دې سازمان تېره شپه په خپاره کړي راپور کې ویلي، یادو زلزلو د افغانستان ختیځ کې له ۲۰۰۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د راپور له مخې، لږ تر لږه ۴۰۰ زره کسان، چې ۲۵۰ زره ماشومان پکې شامل دي، د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

همداراز ویل شوي، لږ تر لږه ۲۷۱ ماشومان په دغو پېښو کې یتیمان شوي او زرګونه نورو ماشومانو د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي دي.

سیف د چلډرن ویلي، دا مهال ۳۰ یتیم ماشومان، چې اصلي سرپرستان یې مړه شوي، د دوی تر مراقبت لاندې دي.

راپور زیاتوي، چې زیانمنو کورنیو خپلې ټولې شتمنۍ، لکه خوراکي توکي او مالداري له لاسه ورکړي او په ډېرو کلیو کې له ۹۰ سلنې څخه ډېرې کورنۍ بې‌عایده پاتې دي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، دوی له لومړنیو مرستندویه ادارو څخه وو، چې د زلزلې وروسته کنړ ته رسېدلي او اوس صحی خدمتونه، پاکې اوبه، مرستندویه بستې، نقدي پیسې، او د ماشومانو لپاره د ساتنې مرکزونه برابروي.

د دې سازمان د پروګرامونو مشرې، سمیرا سید رحمان، ویلي، یو میاشت وروسته لا هم د ویجاړۍ کچه ورځ تر بلې څرګندیږي.

هغې زیاته کړې، ډېر ماشومان یتیم شوي او کورنیو خپل نفقه‌ ګټونکي "سرپرستان" له لاسه ورکړي دي.

نوموړې ویلي، د ژمي په رارسېدو اړتیاوې سختې شوې، باید مرستې ډېرې شي.

هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې ژر تر ژره مالي منابع را ټولې کړي؛ تر څو د راتلونکو میاشتو د بشري ناورین مخه ونیول شي.