بهرنیو هېوادونو کې د مېشت افغانانو لپاره د برېښنايي تذکرو بيو کې کموالی راغی

September 23, 25 Hamdullah Danish

 احصايې او معلوماتو ملي ادارې ليکلي، بهرنيو هېوادونو کې د مېشت افغانانو لپاره د اسانتيا برابرولو په موخه یې د برېښنايي تذکرو بيو کې کموالی راوستی دی.
سرچینې ليکلي، د منځنۍ اسیا، هند او ترکيه هېوادونو کې مېشت افغانان کولای شي چې يوه تذکره چې مخکې یې بيه ۲۰۰ ډالر وه، په ۵۰ ډالر ترلاسه کړي.
همداراز افریقايي هېوادونو او روسیه کې میشت افغانان يوه تذکره چې مخکې یې بيه ۲۰۰ ډالر وه، په ۷۰ ډالر اخيستلای شي.
همدې حال کې بيا اروپا، کاناډا، امريکا او استراليا کې مېشت افغانان يوه تذکره چې بیه یې ۲۰۰ ډالر وه، په ۱۵۰ ډالر واخلي.
ياده دې وي چې تذکرې يوازې هغه کسان ترلاسه کولای شي چې د په حضوري بڼه اړوندو ادارو او يا هم د اقامت اسناد ولري.