يونېسف د هېواد ختيځ کې له زلزله ځپليو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليونه ډالر غوښتي

د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) ويلي، د افغانستان ختيځ کې له زلزله ځپليو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
دغه سازمان ويلي، تراوسه يې ۶.۴ ميليونه ډالرو ترلاسه کړي، خو لا هم ۱۵ ميليونه ډالر کم دي، چې د زلزله ځپليو سيمو د خلکو لاسنيوی وکړي.
سرچینې ليکلي، د دغه ډالرو کموالی به ژمي کې د زيانمنو شویو سیمو خلک او ماشومان له سختو ستونزو سره مخ کړي.
ياد بنسټ ويلي، هغه کورنۍ چې کورونه يې زلزله کې نړيدلي، له يخني، ورښتونو او د نورو اړينو توکو له کمښت سره مخ دي.
راپور کې راغلي، د زلزلې له امله ترټولو ډېر زيان مېرمنو او ماشومانو ته رسېدلی دی.
يونېسف ويلي، له زلزلې وروسته يې د نږدې ۴۶۰۰ کسانو درملنه کړې، چې پکې ۹۱۶ مېرمنې او ۸۱۲ ماشومان پکې شامل دي.
د يادونې ده چې د خوړو نړيوال پروګرام هم د زلزله سیمو او خلکو د لاسنیوي په موخه د ۵۶۸ ميليونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه.