د ماشومانو ژغورنې بنسټ: افغانستان کې د وروستيو زلزلو له امله پاتې يتيم ماشومان بېړنيو مرستې ته اړتيا لري

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ ويلي، کنړ او ننګرهار کې د وروسیتو زلزلو له امله پاتې يتيم ماشومان چې اوس مهال له نورو کورنيو سره اوسيږي، د ژمي په را رسېدو سره بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د دغه بنسټ راپور کې راغلي، ۴۰۰ زره خلک چې ۲۵ زره ماشومان پکې شامل دي، خوراکي توکو ته اړتيا لري.
سرچینه زياتوي، د زلزلو له امله ۲۷۱ ماشومان يتيمان شوي او ډېری نورو بيا د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.
دغه بنسټ زياتوي، د زلزلو له امله پاتې ۳۰ بې سرپرسته ماشومان د ياد بنسټ د پالنې په مرکزونو کې ساتل کيږي.
راپور زياتوي، زلزله ځپليو سيمو کې ډېرو خلکو خپل څاروي چې د عايد سرچينه وه، له لاسه ورکړي دي.
سرچینه زياتوي، هڅه کوي چې زيانمنو سیمو کې روغتايي خدمتونه، اوبه، د مرستو کڅوړې، د پالنې مرکزونه او نغدې پيسې هم ووېشي.
دغه بنسټ له نړيوالې ټولنې غوښتې چې د بشري ناورين مخه ونيسي.
ياده دې وي چې کنړ او ننګرهار کې د ورستیو زلزلو له امله له ۲ زرو ډېر کسان مړه، زرګونه ټپيان او له ۸ زرو ډېر کورونه ويجاړ شول.