وروستیو پېښو ته غبرګون کې زلمي خلیل‌زاد د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د خبرو غوښتنه کړې

October 10, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۱۸ مېزان ۱۴۰۴): وروستیو چاودنو ته په کتو د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد له کابل او اسلام‌اباده غوښتي، چې د تره،ګرو د پټنځایونو په اړه مستقیمې خبرې پیل کړي.

خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې تېره شپه کابل کې دوه چاودنې وشوې، چې راپورونه یې پاکستان ته منسوبوي او ویل کېږي، چې دا بریدونه د تحریک ط،البان پاکستان د مشر، نور ولي محسود د له منځه وړلو لپاره شوي دي.

خلیل‌زاد پر ایکس، لیکلي، چې دا هوايې بریدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ جدي تاوتریخوالی رامنځته کولی شي او د دواړو هېوادونو ثبات ته ګواښ پېښوي.

ده خبرداری ورکړی، چې جګړه‌ییز تاوتریخوالی حل‌لاره نه ده؛ بلکې دواړه خواوې باید له ډېرې نظامي درګردۍ ډډه وکړي.

خلیل‌زاد ادعا کړې، چې پاکستان په خپله خاوره کې د داع،ش له عناصرو ملاتړ کوي؛ پداسې حال کې، چې افغان لوری د TTP د حضور پر وړاندې غفلت ښودلی دی.

هغه په پای کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترهګرو د پټنځایونو او د دواړو غاړو د وسلوالو فعالیتونو په تړاو د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې.