غزني کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوي

June 26, 25 Bilal ahmad Meerani

د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په درې ولسوالیو اب بند، اجرستان او ګیلان کې لسو ښوونځیو ته د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړې شوې دي.

د غزني د پوهنې ریئس نصیر احمد حسیني په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې د دغه لس ودانیو له ډلې دوه په اب بند، درې په اجرستان او پنځه نورې په ګیلان ولسوالۍ کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

نوموړي ویلي د یادو ودانیو په جوړېدو په مجموعي توګه ۱۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د " OCCD" موسسې لخوا ورکول شوې دي.

هغه ویلي په هر ښوونځي کې شپږ درسي خونې، د پاکو اوبو منظم سیستم، یوه اداري خونه، سولري برېښنا، احاطه او  نور اړین امکانات موجود دي.

حسیني ویلي په یادو جوړو شوو ښوونځیو کې به زرګونه هلکان او نجونې دواړه زده کړې کوي.

په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د دغه ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته خوښې وښوده او له همکارو موسسو څخه یې مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې موده وړاندې هم د غزني په چاغوري او ده یک ولسوالیو کې د دوه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې وې چې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی وو.