په ژوند کې بریا: قسمت که سخت کار؟

August 02, 25 KohiNoor

ليکوال: هارون راعون

په ژوند کې د بریا لپاره یو له تر ټولو مهمو او عامو پوښتنو څخه دا ده: "زه باید قسمت ته انتظار وکړم که سخت کار وکړم؟" دا یوه ژوره، منطقي او له تجربو ډکه پوښتنه ده، ځکه موږ ډېر داسې مثالونه لرو چې خلک پرته له ډیر زحمت بریالي شوي، او بل لور ته داسې خلک هم شته چې کلونه کلونه خواري کوي، خو پایله نه ویني، زحمت باسي، خو لا هم د بریا دروازې ورته نه پرانیستل کېږي.

 

ډېر ځله کله چې موږ د یو چا بریا وینو، نو فکر کوو چې ښایي خوشقسمته وو. خو دا پوښتنه ذهن ته راځي: آیا قسمت واقعاً کولی شي د انسان برخلیک بدل کړي؟ او که نه، سخت کار، زحمت او هوښیاري دا بدلون راولي؟ که چاته لنډ او روښانه ځواب ورکړو، نو ویلای شو: سخت کار د بریا بنسټ دی.

 

خو آیا ټول بریالي خلک سخت کار کوي؟ واقعیت دا دی چې نه. ځینې خلک داسې شرايطو کې را لوی شوي وي چې د دوی لپاره ډېر څه چمتو وي. هغوی ښې اړیکې لري، ښه چاپېریال لري، د وخت له لحاظه په مناسب موقعیت کې وي، او ډېر کله د دوی لپاره دروازې پرته له دې چې زنګ ووهي، پخپله خلاصېږي. دا خلک کولای شو "خوشقسمته" وبولو، او له دې حقیقت انکار نه‌شي کېدلای.

 

خو آیا دا معنا لري چې سخت کار بې ګټې دی؟ هېڅکله نه. سخت کار، که څه هم هر وخت سمدلاسه پایله نه ورکوي، خو د انسان دننه ځواک رامنځته کوي، هغه ته مهارت، تجربه، زغم، هوښیاري او چمتووالی ور زده کوي. همدا چمتووالی هغه وخت ګټور واقع کېږي کله چې چانس یا قسمت در ته مخ را اړوي. که چانس راشي، خو تاسې چمتو نه وئ، نو فرصت درنه له لاسه ځي. برعکس، که چمتو وئ، کولای شئ ترې غوره ګټه واخلئ.

 

راځئ دا موضوع د یو تناسب له لارې تشریح کړو:

 

سخت کار / مهارت / تګلاره: ۷۰٪

 

قسمت / وخت / شرایط: ۳۰٪

 

یعنې هغه ۳۰٪ قسمت، شرايط، یا مناسبه لحظه چې تاسې ته راځي، کولای شي ډېر څه بدل کړي — خو یوازې هغه وخت چې تاسې مخکې له مخکې هغه ۷۰٪ زحمت کړی وي. قسمت دروازه خلاصوي، خو سخت کار تاسې تر هغې دروازې رسوي. او که تاسې د دروازې تر شا نه وئ، نو دا چانس بل چاته رسېږي.

 

د بریا د لاسته راوړلو لپاره، باید يواځې په قسمت تکيه و نه شي. انتظار، شکایت، او تمه هېڅ کله بریا نه راوړي. پر ځای یې باید عمل وشي — زده کړه وشي، مهارت لوړ شي، پلان جوړ شي، او دوامداره زحمت وشي. ځکه فرصتونه تل راځي، خو یواځې هغوی ته ګټه رسوي چې ورته چمتو وي.

 

نو که تاسې غواړئ په ژوند کې بریالي شئ، يواځې د قسمت په تمه مه پاتې کېږي.

 

سخت کار وکړئ.

 

هوښیار کار وکړئ.

 

زده کړه مه پرېږدئ.

 

له ناکامیو مه وېرېږئ.

 

تل چمتو اوسئ.

 

په پای کې، بریا د قسمت او چمتووالي نښلونکی ټکی دی — که چمتو نه وئ، قسمت هم له لاسه درنه وځي. خو که چمتو وئ، نو حتی یو کوچنی چانس هم کولای شي ستاسو ژوند بدل کړي.