د اسدالله غضنفر سبکي ځانګړنې

September 11, 23 KohiNoor

ليکوال: نظرمحمد افغان

سبک د ليکوال يا شاعر د فکر د طرز، د ارايې د انداز او د تخليق لفظي او معنوي مشترک اړخونه راښيي. ګډې ځانګړنې دې پورې اړه لري چې پنځوونکی څومره تخليق کړی او څنګه يې څانته ځانګړې لاره جوړه کړې ده. ښايي د يوه ليکوال په يوه پراګراف کې د نوموړي سبک ومومو، خو ممکن د يوه بل ليکوال په ټول کتاب کې د هغه سبک څرګند نه شي. هر څومره چې ليکوال نوښتګر وي او هر څومره چې د نورو له سوليدليو او پايمال‌شويو فکرونو او ترکيبونو څخه ځان ساتي، هومره يې خپل طرز روښانه کيږي.

سبک د ادبي ځانګړنو هغه يووالی دی چې له ورايه د يوه شاعر يا ليکوال په تخليق کې څرګنديږي. د کره‌کتونکو په اند، سبک په حقيقت کې د يوې چينې اوبه دي چې په بېلابېلو لوښو کې اچول شوې، رنګا رنګ ښکاري، خو په حقيقت کې يې په ماهيت او څرنګوالي کې هېڅ توپير نه وي راغلی.

په دې مقاله کې هڅه شوې، چې د نوموتي ليکوال او په ليکوالۍ کې د خپل رياضت له امله د معلوم مقام څښتن اسدالله غضنفر د سبک مختلف اړخونه را برسېر کړو. استاد غضنفر هغه کنجکاو او متجسس ليکوال دی چې په مختلفو نثري ژانرونو کې يې خپل دردونه او تاثرات بيان کړي. لومړی يې په ډېر مهارت هغه مسايل په نخښه کړي، چې د عامو ليکوالو يا خو ورته پام نه دی شوی او يا يې ورته سطحي کتلي. بيا يې په داسې انداز کې تر لوستونکو رسولي، چې هغوی يې ژور سوچ او پلټنې ته اړ کړي.

سبک، چې په انګليسي کې يې سټايل (Style) بولي، په ادبياتو کې د يوه شاعر يا ليکوال د تخليقاتو هغه لفظي او معنوي مشترک اړخونه دي، چې په ناخودآګاه ډول د نوموړي په آثارو کې تکراريږي او دی له نورو بېلوي. که شاعر په خپلې شاعرۍ او ليکوال په خپلې ليکوالۍ کې د نورو پل‌يونی کيږي، د نورو ژول‌شوي ترکيبونه کاروي، د نورو په پايمال‌شويو قدم ږدي او ذهن له کليشو نه فارغوي، ګرانه به وي چې خپل ځانګړی طرز او خاص سټايل ومومي.

اسدالله غضنفر د معاصرو ادبياتو داسې نوم دی، چې همېشه يې نادرو موضوعاتو ته پام کړی، د نورو پر پلونو يې پل نه دی ايښی او هڅه يې کړې داسې نوي موضوعات ومومي چې تر ده وړاندې ورته چا پام نه دی کړی. ده تر ډېره خپلې فردي تجربې او عيني مشاهدې را اخستي او بيا يې د هنر په مالګه هر چا ته د څکلو قابل کړي دي. دې او دې ورته نورو ځآنګړنو ته په پام، دی د سبک خاوند دی او همدې مشخصو له نورو جلا کړی.

دې لپاره چې موضوع ښه روښانه شوې وي، غواړم د ښاغلي غضنفر سبک په څو معلومو برخو کې واضح کړم. د نوموړي د موضوعي، فکري، معنوي، لفظي او ځينو نورو اړخونو شننه به يې سبکي ځانګړنې ښې را په ګوته کړي:

موضوعات: اسدالله غضنفر د افغانستان د جهاد او مقاومت د ادبياتو يوه آشنا څېره ده. د ده کيسې اکثره د کمونېستانو، مجاهدينو او  همدې دورې په غېږه کې د را لوی شوي نسل د کرکټرونو کيسې کيږي. د تنظيمي جګړو حکايتونه او دوی پورې تړلي مسايل، جهاد، مجاهدين، کمونېستان، پوسته، کډوالي، مسافري، کورنی اړودوړ، د کور کلي بې‌وسي او دې ورته نورې هغه سوژې دي چې يو ډول نه يو ډول يې د استاد غضنفر ليکوالۍ ته پلمه جوړه کړې او ځان يې په کې ځای کړی.

دا چې غضنفر صيب له آره د کندز دی او ډېرې کيسې يې د خپلو مشاهدو او تجربو زېږنده دي، د خپلو داستاني او اجتماعي ليکنو پيل له کندزه کوي، د ډېرو کيسو کرکټر يې په مشخصه توګه کندز وي او د اکثرو پېښو جغرافيه، د ده اصلي استوګنځی (چهاردره) ده. د کندز د خټکيو رنګ او خوند به يې خامخا به کيسو او ليکنو کې پيدا کوو. هماغه شان چې کاروان صيب په چينار او سيتار مين دی، دغسې استاد غضنفر هم په غيرشعوري توګه ځينې نومونه او کلمې بيا بيا په خپلو آثارو کې راولي. په (د يو تېر اور ايرې) اثر کې چې د نوموړي د لنډو کيسو ټولګه ده، ډېرې کيسې يې د کندزي ماحول پيداوار دي. دلته يې په ځينو کيسو کې د کندز د نامې ذکر ته تم کيږو:

o په (سپينه پيشو) کيسه کې لولو: د کندز د سيند پورې غاړه له سينه شپږ اوه سوه متره لرې، د خټکو د کروندو په منځ کې يوه وړه، خو زړه کلا ولاړه ده.کلا او د هغې شاوخوا دوه ويشت جريبه ځمکه د حاجي عبدالرووف بزاز ده....

o قلمداد: د کندز ولايت په دې سيمه کې د (قلمداد پوسته لا په خپلو پښو ولاړه ده او مجاهدينو نه ده لاندې کړې. دا پوسته د يوې پلنې غونډۍ له پاسه جوړه شوې....

o غلام محمد د کندز د يوه کلي و. څو ويشت کاله يې له ښځې، ماشومانو او کور کلي بېل په لرې ولسواليو کې په دې هيله کتابت کړی او حلالې او حرامې ټولې کړې وې چې يو وخت به په ښار کې ځمکه اخلي....

پر دې سربېره، يې په ګڼو ليکنو کې له خپل ولايت سره د پټې مينې تارونه راڅرګنديږي او د کندز د خوږو او ښايستونو نايابې رسامۍ راته مخې ته ږدي.

د ده د سرګذشتونو او کيسو اکثره کرکټرونه مشران او عمرخوړلي دي. صاحب منصب، سرکاتب، سرمعلم، ډګروال، سرطبيب، مامور او د دې په څېر نور مُسن کسان دي. په ډېرو لږو ليکنو کې به يې د ځوان او پېغلې پر محوريت ليکل شوي کيسې وي.

د ارايې طرز: دی، د نورو ليکوالو پر خلاف، د عصر موضوعاتو ته له نوې زاويې ګوري، له ټولنې او د ټولنې له وګړيو سره يې کوشيروي او بيا يې پرې په ډېرې آسانۍ مني. ښايي د مشروباتو په لړ کې انرژي‌ ته ډېر شمېر ليکوال د اقتصاد له عينکو وګوري او لوستونکو ته دا ور ولېږدوي چې ګوندې د دې مشروب څښلو روغتيايي ګټه د اقتصادي زيان په پرتله ډېږه لږه ده، يا ممکن يو شمېر نور يې د روغتيايي منابعو په حواله صحي تاوانونه را کتار کړي؛ خو دی خپل مخاطبان په ډېر حکمت له انرژيو راګرځوي او د مؤثقو سرچينو په حواله، له يوې خوا يې تاوان راښيي او له بلې خوا يې د يوه ناسم صحي کلتور په توګه زموږ د ژوند بد اړخ راپېژني. د (زموږ کمزوری صحي کلتور) په يوه ليکنه کې يو ځای ليکي: ((د انرژي د څښاک د تاوانونو په باره کې مې نورې خبرې هم اورېدلې دي مګر زموږ په تلویزیونونو کې ډېره موده یو داسې اعلان خپرېده( او شاید اوس به هم خپرېږي) چې یو څوک انرژي وڅښي او دومره زور په کې پیدا شي چې نور وهلای او راچپه کولای شي....)) دی که کومه خبره راباندې مني، د نصحيت په سپوره ژبه يې نه راته کوي، بلکې اول د ډاکتر، ماهر، ورځپاڼې، څېړنې، مقالې او ګڼو نورو حوالو بيانونه راته وايي او بيا خپل تاثر ورسره يوځای کوي، چې په آخر کې يې ترديد ته هم څه نه پاتې کېږي.

د کلمو کارونه: استاد غضنفر په ليکوالۍ او په ځانګړي ډول په هنري تخليقاتو کې د سوچه پښتو پر ځای، د هنري الفاظو د کارولو پلوی دی. دی د کلمو په انتخاب کې ډېر دقيق دی. د کره‌کتونکو په اند، ښايي موږ په ډېرو مواردو کې آن دوه داسې مترادفې کلمې هم ونه مومو چې عين معنا ولري، دی ځکه ډېر دقت کوي، هغه کلمه راولي چې په کلام کې د موسيقۍ تر څنګ هم معنا وساتي او هم رواني زيانمنه نه کړي. نوموړی آن په خپلو ټولنيزو ليکنو او مقالو کې د بيان سياق ته په کتو، د مناسبو کلمو کارول غواړي. دی د لفاظۍ پر ځای د روانۍ او سلاست خوا نيسي. ډېر د سوچه پښتو طرف‌دار نه دی، بلکې د خپل پيغام د رسولو په پار يوې داسې کلمې پسې ګرځي چې دی يې غواړي.انځورګر، اړيکه، ښکلې، دنده، ښېګڼه، مرسته، ډېری، ټوليز، ټولنه، شېبه، ځيرنه او دې ته ورته هغه کلمې دي چې يا خو سوچه پښتو دي او يا د سوچه پښتو برخه ګرځېدلي، اما که د دې کلمو  دري يا عري هم‌معنا معنا ويي د ده کلام ښايسته کوي او يا يې د معنا په رسولو کې ښه نقش مومي، نو دی د رسامۍ، رابطې، حسينې، کمک، خوبي، اکثر، اجتماعي، جامعه، لمحه او د دقت کلمې کاروي.

د متن جملې: يو څه چې په معاصره ليکوالۍ کې پرې ډېر ټينګار کيږي، هغه د کلام لنډون او ايجاز دی، دا تر هغه بريده چې معنا ته په کې صدمه ونه رسيږي. د استاد غضنفر د ليکوالۍ يو کمال او يوه معروفه نښه دا ده چې جملې د کمال تر حده را لنډوي، خو دومره هم نه چې لوستونکی په کې د بيا بيا لوستو تر حده مجبور شي. ځينو ځايونو کې چې جملې مرکبې هم کاروي، دومره روانه او تړلې وي چې لوستونکی پرې د يوه ډېر بسيط متن ګومان کوي. د (غوښه) په نوم د ده په يوه لنډه کيسه کې لولو: (يوه شپه د سختې سيلۍ او دوړو په وجه د کمال موټر بيا ايسار شو. سورلي راکوز شول. سپي د همېش غوندې کمال ته ورمنډې کړې او تر کټه پورې ورسره راغی. په هغه شپه رياض نه و، کور ته تللی و. کمال په جهانګير آواز وکړ:

مسافرو ته د ګډ غوښه ورکړه.

هغه خپله غوښتنه بيا بيا تکرار کړه. جهانګير سر کوز اچولی و، په قهر و، خو په خوله موسېده چې کمال ورته غصه نه شي. کمال ور پاڅېد، جهانګير يې تر زنه ونيو، د هغه سر يې ور هسک کړ، ورته ويې ويل:

زه ټوقې نه کوم، د خلقو ته د ګډ غوښه ورکه!))

دلته جملې دومره په مهارت سره رالنډې شوي، چې ښايي نور ليکوال د خپل پيغام د رسولو لپاره تر دې څو برابره اوږدې جملې راوړي.

پايله

اسدالله غضنفر په ليکوالۍ کې د خپل رياضت او انفراديت له امله له نورو ليکوالو يو جلا ليکوال دی. په نورو پسې نه دی روان شوی او تر حده حده يې هڅه کړې چې هم له فکري او موضوعي اړخه نوي مسايل رابرسېره کړي او هم په لفظي او شکلي لحاظ داسې څه وليکي چې لوستونکی يې له لرې لوستو ته لېواله شي.

هغه د جهاد، مقاومت، تنظيمي جګړو او کورني اړو دوړ په لوګيو کې روزل شوی ليکوال دی، چې له کيسو يې اوس هم د پوستو، مرميو، چانټو او بمبار غږونه او بويونه پورته کيږي. د دې ټولو بدرنګيو په خوا کې د خپل وطن (کندز) ښايستونه هم نه هېروي او خپل لوستونکي خامخا يو ځل د کندز د چهاردرې تر خټکيو بيايي، هلته يې د کلي په خامو کورونو، شنو کروندو او رسېدليو پالېزونو ګرځوي.

د ده د سبک يوه مشهوره ځانګړنه دا ده چې د کلمو په انتخاب کې دقيق دی، که نويو رغېدليو او د نورو ژبو په کلمو کې ښايست، موسيقي، هنريت او رواني ومومي، سوچه پښتو کلمې غاړې ته کوي.

د کلام لنډون يې يوه بله سبکي ځانګړنه ده. جملې يې تر وسه وسه لنډې دي، بې‌ځايه اطناب يې په کلام کې نه پيدا کيږي او که د جملو اوږدوالي ته مجبور شي، په مهارت يې سره نښلوي او يو په بل تکيه کوي.