د يو لايقه انسان او شاعر ابدي کوچ

October 30, 23 KohiNoor

ليک: جاوېد مسرور 

صبر ډېر ښه دی لايقه
په ژړا ژوند نه تېرېږي
 د پښتو ژبې نوم وتی او منلی شاعر لایق زاده لایق د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ!
 إنا لله وإنا إليه راجعون
 لايق زاده لايق شاعر او لوستی انسان و. شعر يې روان، ليکوالي يې پخه او ژوند يې ساده و.

دی د سوات د مدین سیمې اوسیدونکی و، شعر سربېره يې په پښتو ډرامه لیکلو او نورو ژانرونو کې هم اثار لري.

د نوموړي تر ۴۷ پورې کتابونه چاپ شوي وو او سلګونه شعرونه یې سندرغاړو زمزمه کړي دي.

د لایق زاده ډېر عمر په رسنیو او ادب کې تېر شوی دی او ګڼ رسنيز او فرهنګي فعاليتونه يې ترسره کړي دي. لايق زاده لايق د کوهاټ او پېښور  راډیوګانو مشر هم پاتې شوی دی او زياتو مهارتونو څخه برخمن و.
زياتو فرهنګي او ټولنيزو شخصيتونو د هغه په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده‌ او په رسنیو کې يې د هغه د خدمتونو ستاینه  کړې ده.
رحمان بونيری:
((لایق زاده لایق صیب د ۶۴ کالو په عمر کې د زړه د دورې د لاسه په پېښور کې په حق ورسېد.
لایق صیب ډرامه نګار، شاعر او افسانه نویس وو. هغه نزدې ۴۷ کتابونه لیکلي وو. په نعتیه شاعرۍ یې صدارتي ایوارډ هم اخستی ؤ. 
لایق صیب د سوات د  مدین ؤ او هم هلته به نن مازیګر څلور نیمې بجې خاورو ته سپارل کېږي.))

هارون پاچا:
(( لايق صيب څو کلونه مخکې خپله دا سندره راته لېږلې وه:
کښېنه چيرته ځې به نه، لاره بدلوې به نه
اوښکې مې راوړې په لېمو کې ننواتې دي
تا سره زما خبرې پاتې دي

نن يې په خپله داسې لاره بدله کړه، چې نور به يې هېڅ و نه وينو. 
اروا يې ښاده، کورنۍ او ملګرو ته يې تسليت.))

اميد حيران:
((چې تصوير ته يې زه ګورم، زړه زما په درزېدو شي.
ګمانونه مې سېوا شي ارمانونه په سلګو شي.

چې کارغه په بلۍ کېني، وايم دادی اوس به راشي.
ټول شکونه به مې ورک شي، چې په مينه په خندا شي.

خامخا به راځي ځکه، چې زما لايق زما دی.
خدای خبر چې به وي څنګه ډېر ياد شوی مې اشنا دی.
خو د سوات د ښکلې او رومانټيکې سيمې دا غزلبول شاعر نور نه راځي... نور پر موږ د شعر عطرورينه خوشبويي نه شيندي...
روح يې ښاد
په ګور يې نور...))

کرن خان:
((ګران محترم لایق زاده لایق بابا د ۶۴ کالو په عمر کې په پېښور کې په حق ورسېدو؛
په ګور یې نور شه!
بابا یو ښه ډرامه نګار، د ژوند شاعر او افسانه نویس و. ده کم و زیات اووه څلوېښت کتابونه تر اوسه لیکلي دي یاده دې وي، چې په نعتیه شاعرۍ یې صدارتي ایوارډ هم اخستی دی.
نوموړی لایق زاده لایق صیب د سوات مدین اوسیدونکی و او هم هلته به نن مازیګر په څلور نیمې بجې خاورو ته سپارل کیږي.
شاګردانو ، کشرانو ، دوستانو ، استاذانو او کورنۍ ته یې د تسلیت دعا او ددې غم د زغملو توفیق د څښتن تعالٰی نه غواړم.))
طاهر ساپی:
((تل خرڅ کړی یمه خپلو رهبرانو 
د وختونو په بې رحمه دلالانو 
په مخ مخ یمه وهلی قصابانو 
لا مړ نه یم خو په تمه د بدلون یم 
زما لویه ګناه دا ده چې پښتون یم 

د پښتو ژبې وتلی شاعر ، لیکوال او ډرامه لیکونکی لایق زاده لایق وفات شو
 إنا لله وإنا إليه راجعون!))

د ارواښاد لایق شاعرانه خيال: 

چيرته زه درته يادېږمه او كه نه
په زړګي دې را ورېږم او كه نه

د هجران په ناقراره توره شپه كې
درته سيورى سيورى كېږمه او كه نه

دا يوه خبره سمه راته وكړه
خپل لايق درته ښكارېږمه او كه نه
او يا دا چې؛

په سلګو مو شپه سبا كړه
تا ښېرې كړې ما دعا كړه

نور څه نه غواړم خاونده!
زما مينه ماله راكړه

ځكه پټه پاتې نشوه
لېونتوب مينه رسوا كړه

چې يارانو كړم يوازې
خپله لاره مې جدا كړه

وايه نور درله څه دركړم؟
ستا په نوم مې هره ساه كړه

ما څه غږ كولاى نشو
رقيبانو چې خندا كړه


اوس څه مه وايه لايقه!
تا همېش خپله رضا كړه

لايق زاده لايق په ۱۹۵۹ ميلادي کال د جنورۍ په ۱۵ مه، پښتونخوا سوات کې پيدا شوی دی.
هغه پښتو ژبی شاعر، ليکوال او ډارمه ليکونکی دی.

لایق زاده لایق د لعل جان پاچا زوی او د حاجي کاکا لمسی دی او د پښتونخوا د سوات د ښايسته، شاعرانه او ښیرازه سیمې د مدین کلي په یوه معززه او دينداره کورنۍ کې زیږیدلی دی. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپل کلي او سیمه کې سر ته رسولې دي او لوړو زده کړو کې یې د سیاسي علومو سند سربېره په اردو او پښتو ادب کې د ماسترۍ تر کچې هم زده کړې سرته رسولې دي او لوړ اسناد يې تر ګوتو کړي دي.
خدای بښلی لایق زاده د پښتو په شاعرانو کې خپله لار او ځانګړی ځای لري. پښتانه يې پېژني او دده له فکر څخه متاثره دي.
لایق زاده يوازې تحصيلي مزل نه دی کړی، د ټولنې په جوړښتونو کې يې هم رول لوبولی دی او د ځوانانو بیدارۍ او ويښتيا لپاره يې هم خپله برخه خواري کړې ده.

((دندې:

په ۱۹۸۳ ميلادي کال يې د پاکستان په راډیو کې د پروډيوسر په توگه دنده پیل کړې ده؛ د پښتو ډرامې، موسیقي او روانو چارو په خپرونو کې یې کارنده برخه واخیسته. هغه د شاعرۍ تر څنگ د رادیو او تلویزيون لپاره گڼ شمیر ډرامې هم لیکلې دي. لایق زاده د پښتنو له درانه مشر افضل خان لالا سره د وزارت پر مهال د سکرتر په توگه دنده لرله. پر لره او بره پښتونخوا سربیره د نړۍ په گوټگ گوټ کې پښتانه د هغه د ادبي هلو ځلو درناوی کوي. هغه د پېښور راډیو د مشر په توگه هم دنده ترسره کړې ده.
د شعر پوهانو په اند، موسیقي ناوې ده او شعر یې گاڼه. لایق زاده د پښتو موسیقي د ودې، سيقلولو او معياري کولو هڅې کړي دي.  لایق زاده پر خپلو ادبي آثارو د پښتو ادب لمن زرغونه او پتمنه ساتلې ده.

لایق زاده صاحب یو مهربان، بااحساسه، مینه ناک، زړه سواند، او د ښو اخلاقو خاوند و. نوموړي له هنر، پوهې او ادب او خپلې ټولنې سره ځانګړې مينه لرله او د ستاينې وړ اثار ترې پاتې دي.

يو شمېر اثار يې:
✓ د محنت مېوه (د ماشومانو لپاره)

✓ گيلې (شعري ټولگه)

✓ ويښ خوبونه (شعري ټولگه)

✓  ستا په نوم (شعري ټولگه)

✓ راځئ چې بيا وخاندو (د منتخبو ټوکو ټکالو ټولگه)

✓  گلبانو او ظفر خان (ولسي قيصه)

✓ اوښکې او لمبې (د کشمېر په اړه)

✓  د احمد دين طالب ديوان (د خصوصي مقدمي او اضافو سره)

✓  ډالۍ (د علی خان بابا او عبدالحمید بابا د شاعري موازنه)

✓  مشکڼې (شعري ټولگه)

✓  ليونتوب (شعري ټولگه)

✓  صل عليه واعليه (نعتيه ټولگه)، دې نعتيه ټولگې ته د پاکستان جمهور رئيس له خوا په ۱۹۹۱ ز کال کې جایزه هم ورکړل شوه.

✓ جلوې (نعتيه ټولگه)، چې د وزير اعظم له خوا ورته په ۲۰۰۷ زېږديز کال جایزه (ايوارډ) ورکړل شوې ده.

✓  ما هيرولي نه شي (شعري ټولکه)

✓  ډاکتر کبير ستوری ژوند او مبارزه. (د ارواښاد کبير ستوري د ليک او شخصيت په حواله د بېلابېلو ليکوالو د تاثراتو ټولگه).

✓ ای گمبد خضرا (نعتيه ټولکه)، چې ورته د پاکستان وزير اعظم له خوا پر ۲۰۱۰ زېږدي کال جایزه ورکړل شوه.

✓  ماته آئينه، (د افسانو ټولگه)، چې نن سبا د خيبر تلويزيون په پرده د لنډو ډرامو په بڼه خپريږي.

✓  فنکار نه مری (څېړنه)، په دې څېړنه کې د تيرو هيرو اوازونو په نوم د پنځوسو سندرغاړو او فنکارانو ژوندليکونه او حال احوال راټول شوی دی.

✓  (ځلنده ستوری)، چې د سوات د ماما خېلو منظوم تاريخ دی.

✓  راز و نياز (نعتيه ټولگه)

✓  ته به ما يادوې (شعري ټولگه)

✓  ورانې کرښې (شعري ټولگه)

✓  خوبونه تعبيرونه (د يورپ سفرنامه)

ارواښاد لايق زاده لايق دې مهربان رب وبښي او دده برکتونه دې د پښتو ژبې په ټولو خدمتګارانو د رحمت باران په څېر وورېږي.
روح يې ښاد او ابدي سفر يې اسانه شه!