ټولګټو وزارت وايي، تر دې وروسته نقلیه وسایط د اضافي بار لپاره نه جريمه کېږي؛ خو که چېرې موټر چلوونکي له ټاکې اندازې زيات وزن بار او ولېږدوي؛ نقليه وسایط به یې د يوې مياشتې لپاره ودرول شي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د موټر درولو تر څنګ به موټر چلوونکی هم د سړک خسارې د جبران په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وپېژندل شي.
اعلاميه کې راغلي: « په هېواد کې شته سړکونه او لویې لارې ملي شتمنې ده، چې په لوړ لګښت سره ترمیم او رغول شوي دي، چې ساتنه او څارنه یې د ټولو هېوادوالو دیني وجیبه او ملي مسؤولیت دی.»
دغه وزارت ژمنه کړې، چې هېواد کې د شته سړکونو د خوندیتوب په موخه له ټاکلي اندازې څخه د ډېر بار لېږد مخنیوی به کوي.
د ټولګټو وزارت وايي، ټرانسپورټرانو او د ولوړ تناژ بار وړونکو لېږدونکو وسایطو چلونکو ته یو ځل بیا خبر ورکوو؛ چې د اضافي بار له لېږد څخه دې په جدې توګه ډډه وکړي او معیاري وزن دې ولېږدوي،
د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي: «هغه بار وړونکي موټر چې ډبل کاري شوي دي له ټاکلي نیټې سره سم دې بېرته د مؤلدي کمپني عادي حالت ته بدل کړي او دغه راز دې موټر چلونکي په لویو لارو کې د تګ راتګ پرمهال د تلې (ترازو) له کارکونکو سره له هر ډول شخړي او بحث څخه ډډه وکړي.»
د هېواد ډېری سړکونه او لويې لارې د باروړونکو موټرو د بې احتياطۍ له کبله ويجاړې شوې دي. خلک له حکومته غواړي، چې له ټاکلې اندازې د ډېر بار وړلو لايجه دې په جدي توګه عملي کړي؛ څو د لویو لارو د خرابېدو مخه ونيول شي.
