کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برېښنا شرکت له يو چينايي کمپنۍ سره د ۲.۷ ميليونه ډالرو په ارزښت د یو فاز او ميټرونو جوړولو تړون لاسليک کړ

برېښنا شرکت پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه شرکت اجرايه مشر محمد حنيف حمزه او د‌‌ ميټر جوړولو د یوې چينايي کمپنۍ (شينزين کلو) استازي له لوري د ۲.۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يو فاز او درې فاز ميټرونو د جوړېدو تړون لاسليک شوی دی.   د سرچينې په خبره، ياده کمپني به ۱۵۰ زره د برېښنا يو فاز او درې فاز م…

2024-06-02 21:36 2,418۱ دقیقې لوستل
برېښنا شرکت له يو چينايي کمپنۍ سره د ۲.۷ ميليونه ډالرو په ارزښت د یو فاز او ميټرونو جوړولو تړون لاسليک کړ

برېښنا شرکت پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه شرکت اجرايه مشر محمد حنيف حمزه او د‌‌ ميټر جوړولو د یوې چينايي کمپنۍ (شينزين کلو) استازي له لوري د ۲.۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يو فاز او درې فاز ميټرونو د جوړېدو تړون لاسليک شوی دی.

 

د سرچينې په خبره، ياده کمپني به ۱۵۰ زره د برېښنا يو فاز او درې فاز ميټرونه توليدوي چې هېواد ته له راوړو سره سم به د برېښنا په شبکو کې وکارول شي.

 

یاد شرکت ويلي، له‌ دې قرارد وروسته به د ميټرونو په برخه کې هغه ستونزې حل شي چې پېرودونکي ورسره مخ وو او دغه راز به ميټرونه هم په مناسبه بيه ترلاسه کړي.

 

سرچينه وايي چې تر دې وړاندې برېښنا شرکت ميټرونه په ازاد بازار کې پلورل او دغه چاره ورته په لوړ قيمت تمامیده چې تر دې وروسته به د قرارداد له مخې ميټرونه ترلاسه کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

Mohammad wali2024-06-04
اقتصاد او سیاست

مننه ستاسي دلیکنو نه

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب