کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ۸۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د غوري درېیمې سمنټو فابریکې پروژې کارونه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي

  د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، د غوري درېیمې سمنټو فابریکې د جوړولو چارې ۸۷ ميليونه ډالرو په لګښت   په چټکي سره روانې دي. دغه معاونيت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې پروژې د عملي چارو پرمختګ ۱۸.۵ سلنې ته رسېدلی دی. سرچينې ليکلي، چې د دې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۸۷ میلیونه ډالره اټکل شوی او له بش…

2026-07-27 10:12 43۱ دقیقې لوستل
د ۸۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د غوري درېیمې سمنټو فابریکې پروژې کارونه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي

 

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، د غوري درېیمې سمنټو فابریکې د جوړولو چارې ۸۷ ميليونه ډالرو په لګښت   په چټکي سره روانې دي.

دغه معاونيت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې پروژې د عملي چارو پرمختګ ۱۸.۵ سلنې ته رسېدلی دی.

سرچينې ليکلي، چې د دې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۸۷ میلیونه ډالره اټکل شوی او له بشپړېدو وروسته به ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، چې د دغې فابریکې د ورځني تولید ظرفیت ۵۰۰۰ ټنه سمنټ ټاکل شوی دی.

د خبر پاڼې د معلوماتو په اساس، چې  دا پروژه په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي او تولیدات به یې د هېواد د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

د

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب