کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

قالیباف امریکا ته: اول مو د رژیم بدلون غوښت؛ خو اوس دومره په ګونډو شوئ، چې پیلوټان غواړئ

د ايران د پارلمان (اسلامي شورا) مشر محمد باقر قالیباف امریکا ته د پېغور په ډول ليکلي، چې په ایران کې د رهبرۍ له تغیر څخه راولوېده او اوس د خپلو پېلوټانو د موندلو لپاره عذر او زارۍ کوي. هغه لیکلي، امریکا دومره محتاجه شوې، چې د خپلو پیلوټانو د موندلو لپاره یې هم څوک نه پیدا کېږي. قالیباف امريکا ننګولې چې ايران سره په يوې…

2026-04-03 11:30 1,967۱ دقیقې لوستل
قالیباف امریکا ته: اول مو د رژیم بدلون غوښت؛ خو اوس دومره په ګونډو شوئ، چې پیلوټان غواړئ

د ايران د پارلمان (اسلامي شورا) مشر محمد باقر قالیباف امریکا ته د پېغور په ډول ليکلي، چې په ایران کې د رهبرۍ له تغیر څخه راولوېده او اوس د خپلو پېلوټانو د موندلو لپاره عذر او زارۍ کوي.

هغه لیکلي، امریکا دومره محتاجه شوې، چې د خپلو پیلوټانو د موندلو لپاره یې هم څوک نه پیدا کېږي.

قالیباف امريکا ننګولې چې ايران سره په يوې بې‌ستراتيژي جګړه کې ښکیله شوې او هدف ترې ورک دی.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې ايران د امريکا يوه جنګي جيټ الوتکه نسکوره کړه او وروسته له هغې يوه بله چورلکه هغه مهال را وغورځوله چې ايران کې یې د جيټ الوتکې د پيلوټ پلټنه کوله.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب