کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايمل ولي خان: پاکستان دې لومړی خپل حکومت سمبال کړي او بیا دې تړونونه وکړي

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان د «مکې دفاعي» تړون کې د پاکستان شامل کېدو په تړاو ويلي، چې دغه هېواد دې لومړي خپل کور سمبال کړي او بيا دې تړونونه کوي. هغه نيوکه کړې، چې پاکستان اوسمهال پر خپل ۷۵ فيصده خاوره واک نلري، هره ورځ پکې چاودنې کيږي؛ خو پاکستان د دې پر ځای چې خپل وضعیت کنټرول کړي، په دفاعي تړونون…

2026-08-08 02:06 203۱ دقیقې لوستل
ايمل ولي خان: پاکستان دې لومړی خپل حکومت سمبال کړي او بیا دې تړونونه وکړي

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان د «مکې دفاعي» تړون کې د پاکستان شامل کېدو په تړاو ويلي، چې دغه هېواد دې لومړي خپل کور سمبال کړي او بيا دې تړونونه کوي.

هغه نيوکه کړې، چې پاکستان اوسمهال پر خپل ۷۵ فيصده خاوره واک نلري، هره ورځ پکې چاودنې کيږي؛ خو پاکستان د دې پر ځای چې خپل وضعیت کنټرول کړي، په دفاعي تړونونو بوخت دی.

هغه زياته کړې، چې د ياد تړون غړي هېوادونه دې يو ځل پاکستان ته راشي او د دغه هېواد وضعیت دې له نږدې وګوري.

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکيې ترمنځ تېره ورځ د «مکې» دفاعي تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې درې واړه هېوادونه د تجاوز په صورت کې له يو بل ملاتړ کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب