کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا: پر ايران مو د بريدونو ورستۍ څپه پای ته ورسېده

د امريکا مرکزي قوماندانۍ سټنکام ويلي، چې پر ايران يې د ورستيو بريدونو یوه سخته لړۍ په برياليتوب سره پای ته ورسېدله .. سټنکام زياتوي، چې دا بریدونه یې د هغې توغندیزې حملې په ځواب کې کړې، چې یوه ورځ مخکې ايران د امریکایي ځواکونو پر ضد بريد د ترسره کېدو هڅه کړې وه. ديادې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، امريکايي ځواکونو د…

2026-07-29 23:49 156۱ دقیقې لوستل
امريکا: پر ايران مو د بريدونو ورستۍ څپه پای ته ورسېده

د امريکا مرکزي قوماندانۍ سټنکام ويلي، چې پر ايران يې د ورستيو بريدونو یوه سخته لړۍ په برياليتوب سره پای ته ورسېدله .
.
 سټنکام زياتوي، چې دا بریدونه یې د هغې توغندیزې حملې په ځواب کې کړې، چې یوه ورځ مخکې ايران د امریکایي ځواکونو پر ضد بريد د ترسره کېدو هڅه کړې وه.

ديادې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، امريکايي ځواکونو د ایران دننه د ایران د سپاه پاسداران اړوند لسګونه هدفونه په نښه کړې، چې په کې پوځي مرکزونه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تاسیسات، د ساحلي څارنې او دفاع مرکزونه، او سمندري پوځي وړتیاوې شاملې وې.

د سرچينې په وينا، د دغه  بریدونو موخه دا وه چې د ایران او د هغه د متحدو ډلو له لوري د امریکایي ځواکونو، سوداګریزو سمندري لارو او د خلیج د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې رامنځته کېدونکي ګواښونه کم کړي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب