ملګري ملتونه: په سوډان کې د جګړې له امله اته میلیونه ماشومان له زده کړو پاتې
ملګري ملتونه وايي، په سوډان کې د روانې جګړې دوام د دغه هېواد د ماشومانو پر زده‌کړو سخت اغېز کړی او له اته میلیونو ډېر د ښوونځي عمر ماشومان اوس له تعلیمه بې‌برخې دي. په سوډان کې جګړه د ۲۰۲۳ کال له اپرېل راهیسې روانه ده چې له امله یې میلیونونه کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د…
2026-08-08 02:48 103۱ دقیقې لوستل
ملګري ملتونه وايي، په سوډان کې د روانې جګړې دوام د دغه هېواد د ماشومانو پر زدهکړو سخت اغېز کړی او له اته میلیونو ډېر د ښوونځي عمر ماشومان اوس له تعلیمه بېبرخې دي. په سوډان کې جګړه د ۲۰۲۳ کال له اپرېل راهیسې روانه ده چې له امله یې میلیونونه کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیله ګڼ ښوونځي تړل شوي او یو شمېر ښوونیز مرکزونه د جګړې له امله د بېځایه شویو کسانو د استوګنې لپاره کارول کېږي. ملګرو ملتونو د سوډان د ماشومانو د زدهکړو د دوام او د بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده.
لیکوال/اېډېټر:
Nazo omari

Nazo omariنازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري.
هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.