کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اکسيوس: ټرمپ د ايران پر وړاندې د سترو بريدونو پلان لري

اکسيوس د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران پر وړاندې د سترو بريدونو چې د دغه هېواد د انرژۍ او په نورو تاسيساتو ترسره شي، د بررسي په حال کې دی؛ خو لا هم وروستۍ پرېکړې ته نه دی رسېدلی. سرچينې ليکلي، چې ټرمپ دغه موضوع تېره ورځ د کابيني په غونډه کې هم شريکه کړې او ويلي يې دي، چې ايران ته به…

2026-08-01 00:51 4,725۱ دقیقې لوستل
اکسيوس: ټرمپ د ايران پر وړاندې د سترو بريدونو پلان لري

اکسيوس د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران پر وړاندې د سترو بريدونو چې د دغه هېواد د انرژۍ او په نورو تاسيساتو ترسره شي، د بررسي په حال کې دی؛ خو لا هم وروستۍ پرېکړې ته نه دی رسېدلی.

سرچينې ليکلي، چې ټرمپ دغه موضوع تېره ورځ د کابيني په غونډه کې هم شريکه کړې او ويلي يې دي، چې ايران ته به لا هم سختې ضربې ورکړي او نور نشي کولای چې د ياد هېواد کړنې وزغمي.

ټرمپ زياته کړې، هرڅومره چې پر ايران بريدونه ډېريږي؛ نو دغه هېواد په هماغه کچه ضعيفيږی.

امريکايي چارواکو ويلي، چې ايران په دې ورستيو کې بريد کوونکي حالت ته تللی او سيمه کې يې د امريکا اډې په بېسارې ډول په نښه کړي دي.

تر دې وړاندې ټرمپ ويلي وو، چې که ايران هره کښتۍ په نښه کړي، لس برابره ډېر تاوان به وویني.

هممهاله بيا د سپینې ماڼۍ وياندې ويلي، چې د ټرمپ په شتون کې به ايران هستوي وسلو ته لاسرسی پيدا نکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب