کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جلفار فارما یو ځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

د متحده عربي اماراتو د درمل جوړونې شرکت جلفار فارما (PJSC) افغانستان کې له رووفي د درملو له شرکت سره د ۸۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ او درملو د وېش تړون لاسلیک کړی دی. د تړون له مخې، دواړه شرکتونه به د افغانستان اسلامي امارت او نافذه ملي او نړۍوالو قوانینو په پام‌ کې نیولو سره په کور دننه درمل او روغ…

2026-08-03 07:01 558۱ دقیقې لوستل
جلفار فارما یو ځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

د متحده عربي اماراتو د درمل جوړونې شرکت جلفار فارما (PJSC) افغانستان کې له رووفي د درملو له شرکت سره د ۸۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ او درملو د وېش تړون لاسلیک کړی دی.

د تړون له مخې، دواړه شرکتونه به د افغانستان اسلامي امارت او نافذه ملي او نړۍوالو قوانینو په پام‌ کې نیولو سره په کور دننه درمل او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

جلفار فارما چې په ۲۰۰۳ کال کې یې افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي وو او په ۲۰۱۸ کال کې یې خپل فعالیت درولی و، اوس به د درملو له یاد کورني شرکت سره د نوي تړون له مخې یو ځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.

دا تړون په داسې حال کې شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه - ورکړه تړل شوې او هېواد د باکیفیته درملو له اړتیا سره مخ دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب