کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان له امريکا څخه ۱۰ ميليارده ډالرو د قرض غوښتنه کړې

رویټرز خبري اژانس په يو راپور کې ویلي، چې پاکستان له امریکا څخه د خپلو بهرنيو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا لپاره د ۱۰ میلیاردو ډالرو د قرض غوښتنه کړې ده.په راپور کې راغلي، چې اسلام‌اباد غوښتنه کړې چې د اسعارو د تبادلې د نرخ د ثبات لپاره د دوه اړخیز مالي ملاتړ یو ځانګړی تسهیلاتي میکانیزم رامنځته شي، چې د بېرته ورکړې م…

2026-07-22 03:08 262۱ دقیقې لوستل
پاکستان له امريکا څخه ۱۰ ميليارده ډالرو د قرض غوښتنه کړې

رویټرز خبري اژانس په يو راپور کې ویلي، چې پاکستان له امریکا څخه د خپلو بهرنيو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا لپاره د ۱۰ میلیاردو ډالرو د قرض غوښتنه کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې اسلام‌اباد غوښتنه کړې چې د اسعارو د تبادلې د نرخ د ثبات لپاره د دوه اړخیز مالي ملاتړ یو ځانګړی تسهیلاتي میکانیزم رامنځته شي، چې د بېرته ورکړې موده یې تر پنځو کلونو پورې وي.

سرچينه زیاتوي، پاکستان دا غوښتنه وروسته له هغې کړې، دغه هېواد د ایران د جګړې په تړاو د خبرو اترو په منځګړیتوب کې رول ولوباوه.

رویټرز ډ خپلې  یوه باخبره سرچینې له قوله ويلي، چې اسلام‌اباد هیله لري د دې اقدام له لارې د امریکا او خپلو نورو شریکانو لا زیات اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب