کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بدر: ټولې ورانکارې ډلې دې د هیواد ناامنه کولو خوبونو له ذهنه وباسي

   د پنجشېر امنیه قوماندان احمدالله بدر د حکومت مخالفینو ته خبرداری ورکړی، چې په ټولنیزو شبکو او «درواغجنو» رسنیو کې د هېواد د ناامنۍ په اړه خپرېدونکو تبلیغاتو دې خلک نه غولوي او د هېواد د ناامنه کولو خيال دې له ذهنه وباسي. ښاغلي بدر د پنجشېر د سلګونو امنیتي ځواکونو او یو شمېر قومي مشرانو ته په یو…

2026-08-05 03:50 220۱ دقیقې لوستل
بدر: ټولې ورانکارې ډلې دې د هیواد ناامنه کولو خوبونو له ذهنه وباسي

 

 د پنجشېر امنیه قوماندان احمدالله بدر د حکومت مخالفینو ته خبرداری ورکړی، چې په ټولنیزو شبکو او «درواغجنو» رسنیو کې د هېواد د ناامنۍ په اړه خپرېدونکو تبلیغاتو دې خلک نه غولوي او د هېواد د ناامنه کولو خيال دې له ذهنه وباسي.

ښاغلي بدر د پنجشېر د سلګونو امنیتي ځواکونو او یو شمېر قومي مشرانو ته په یوه غونډه کې ویلي، هر څوک چې په وسلوال ډول افغانستان ته د ننوتلو او د امنیت د ګډوډولو هڅه وکړي، د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

 

نوموړی زياتوي، هر هغه څوک چې د هيواد د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره اقدام وکړي، د خپلو کړنو له سختو پایلو سره به مخامخ شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب